ایا په امریکا کې د ډزو دوامدارې پېښې ساري ناروغي ده؟
CMG2022/11/24 15:17:57
شريکول:

د امریکا د فوجینیا ایالت د Chesapeake چسپیک ښار په یو سوپر مارکېټ کې د نومبر په ۲۲مه نېټه د ډزو پېښه وشوه او سخته مرګ ژوبله يې اړولې ده. درې ورځې مخکې، د امریکې د کولورادو ایالت په یوه مغازه کې د ډزو پېښې له امله ۵ تنه ووژل او ۲۵ تنه نور ټپیان شول. په دې توګه امریکا کې د ډزې د لويې پیمانې پېښو شمېر د مسلسلو دریو کلونو په ترڅ کې له ۶۰۰ څخه اوښتی دی.

په امریکا کې د منځنۍ مودې ټاکنې يانې پارلماني ټاکنې تازه پای ته رسېدلی او د ډزو تاوتریخوالی د خلکو ډېر د پام وړ و. د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي چې باید د ډزو ساري ناروغي له منځه یوړل شي. خو واقعیتونو تاييد کړې چې د امریکا دغه ساري ناروغي مخ په سختېدو ده.

د امریکا نفوس د نړۍ په عمومي نفوس کې ۴.۲ سلنه نیسي، خو په امریکا کې د ملکي وسلو شمېر د ګردې نړۍ ۴۶ سلنه جوړوي، نو په دغه هېواد کې د ډزو پېښو له امله د خلکو وژل کېدو انډول د نورو پرمختللو هېوادونو په پرتله ډېر لوړ دی.

د امریکا د ډزې تاوتریخوالي ویبسایټ تازه شمېره خپره کړې چې له مخې يې، د نومبر تر ۲۱مې نېټې پورې په دغه هېواد کې څه باندې ۳۹ زره کسان د ډزو پېښو له امله وژل شوي دي.

په عین وخت کې د امریکایانو ذهني حالت هم ډېر ځپل شوی. د امریکې د CT Mirror ویبسایټ خبر ورکړ، چې د امریکا په ګوټ ګوټ کې د ډزو دوامدارې پېښې شوې او د ځوانانو په منځ کې پر اضطراب ناروغۍ د اخته کېدو انډول ډېر زیات شوی، ورسره د ځانوژنې خطر هم ډېر لوړ شوی. شمېره ښيي، چې هر کال په امریکا کې د ځانوژنې له نیمایي برخې زیاتې پېښې له وسلو سره تړاو لري.

سربېره پر دې، د ډزو تاوتریخوالي له امله، د متحده ایالاتو د ټولنې پر فضا ډېره منفي اغېزه کړې ده. په داسې حال کې چې په امریکا کې د ډزو پېښې مخ په زیاتېدو دي او څارنه هم کمزورې شوې ده، د پولیسو اقدامات له ډېرو ستونزو سره مخ دي او د پولیسو او خلکو ترمنځ متقابل باور مخ په کمېدو دی. په هره ټولنه کې د خلکو باور د حکومت مهمه سرچینه او ملاتړ دی، خو اوس په امریکا کې د ډزو تاوتریخوالي له امله، پر حکومت د خلکو باور ډېر کم شوی دی.

بایډن د سږ کال په تېر جون کې د فشارونو له امله د وسلو کنټرول یوه مصوبه لاسلیک کړه، خو تر اوسه یې هېڅ رښتینی اغېز نه دی پرېښی. سپینې ماڼۍ په تېر جولای کې د یو پلان اعلان وکړ، چې په راتلونکو ۵ کلونو کې به د نور سل زرو تنو پولیسو د ګومارلو او روزلو لپاره ۱۳ میلیارډه ډالره ولګوي. خو دغه شان تګلارې د ډزو تاوتریخوالی د بنسټیز لامل سره هېڅ اړیکې نه لري، نو د ډزو تاوتریخوالی د له منځه وړلو لپاره رښتینی رول لا هم نه شي لوبولی.

په متحده ایالاتو کې د ډزو تاوتریخوالی د تش په نوم د ډزې کلتور سره اړه لري. د ډېرو امریکایانو په اند، د دغه هېواد د خپلواکۍ موندلو یو اصلي لامل دا و چې د خلکو په لاسونو کې وسلې وې. د امریکې د اساسي قانون دوهمه تعديل نامه په ۱۷۹۱م کال کې تصویب شوه او پکې د خلکو لخوا د وسلې د لرلو حق ساتنه تایید شوې. نو له هغه وخت راهیسې د وسلې لرلو کلتور په امریکايي ټولنه کې بنسټ اېښودل شوی. خو دغه کلتور اصلي مانا د تاوتریخوالي هڅول دي.

د ژوند حق تر ټولو مهم بشري حق دی، په اغېزناک ډول د ډزو پېښې او تاوتریخوالي مخنیوی کولای شي که نه، د نړیوالې ټولنې لخوا د امریکایانو د بشري حقونو د ارزونې مهم معیار دی. په متحده ایالاتو کې ایا د ډزو تاوتریخوالي دغه ساري نارغي بیا جوړېږي که نه، په ټوله کې دغه ناوړه پدیده د واشنګټن سیاستوالو لېوالتیا او ټینګې ارادې ته اړتیا لري.