بېجينګ: د اسیا او پاسیفیک سیمه د شطرنج لوبې ځای نه، بلکې د همکاريو پراخه سیمه ده
CMG2022/11/24 11:17:54
شريکول:

د اندونيزيا دفاع وزير پرابوو په دې وروستيو کې د امريکا له دفاع وزير لوید استن سره په ګډې خبري غونډې کې په وياړ ويلي، چې اندونيزيا له چين او امريکا سره ښه دوستي لري او له دواړو هېوادونو سره یې دوستانه اړيکې ساتلې دي.

 د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د نومبر په ۲۳مه نېټه د خبريالانو پوښتنو ته په ځواب کې ويلي، چې د اندونيزيا د دفاع وزير څرګندونې د دې ښکارندويي کوي، چې د سيمې هېوادونه د ور خلاصون او ټولشموليت پلوي کوي او د يو لوري له غوره کولو سره مخالفت لري. جاو لي جيان ويلي، چين او اندونيزيا دواړه ستر پرمختيايي هېوادونه او نوي اقتصادونه دي او يو له بل سره پراخې ګډې ګټې او د همکاريو پراخ پټ قوت لري.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ څه موده مخکې د شلو صنعتي هيوادونو يا جي شل په ۱۷مې سرمشريزې کې د ګډون په موخه اندونيزيا ته تللی و او هلته يې له ولسمشر جوکو ويدودو سره هم وکتل او د سيمې او نړۍ پر يو لړ مسئلو يې ورسره د نظريو تبادلې وکړې.

دواړه مشران د چين او اندونيزيا د ګډ برخليک ټولنې د جوړونې په اړه مهمې اجماع ته رسيدلي او د دواړو هيوادونو د لوړې کچې ستراتيژيکې همکارۍ يې د پرمختيايي هېوادونو لپاره يوه ښه بېلګه بللې ده، چې د يووالي او صادقانه همکاريو له لارې خپل ځانونه پياوړي کړي.

(ژباړه: شکريه)