د کابل د امنيې قومندانۍ وياند خالد ځدراڼ د نومبر په ۲۳مه نېټه رسنيو ته ويلي، چې د کابل د ۹مې حوزې په يوه جومات کې د ډزو له امله د يوې کورنۍ ۵ تنه وژل شوي او یو کس ټپي شوی دی.
خالد ځدراڼ ويلي، چې بريدګر له سیمې تښتېدلی او امنيتي ځواکونه يې په اړه پلټنې کوي.
تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې پړه پرغاړه نه ده اخيستې.
د افغانستان په بېلابېلو ځايونو کې په دې وروستيو کې په جوماتونو، بسونو او ښوونيزو مرکزونو کې بريدونه شوي، چې له امله یې زياتو خلکو ته مرګژوبله اوښتې او د اکثرو بريدونو پړه داعش افراطي ډلې پرغاړه اخيستې ده.