د اسرائيل پوليسو د نومبر په ۲۳مې نېټې ويلي، چې د همدې ورځې په سهار په بيت المقدس کې دوه لړیزې چاودنې شوي، چې له امله يې لږ تر لږه يو کس وژل شوی او ۱۸ نور ټپيان شوي دي.
د اسرائيل کورنيو چارو وزارت په يوې اعلاميې کې ويلي، چې لومړنۍ چاودنه د لوېديځ بيت المقدس د جواتشاول بس سټېشن کې شوې او نيم ساعت وروسته دوهمه چاودنه د ختيځ بيت المقدس د لاموت د لویې لارې پر غاړه شوې ده.
اسرائيلي پوليسو دغه چاودنې لړيز ترهګريز بريدونه بللي او ويلي يې دي، چې اړوندې ادارې يې د يادو چاودنو په تړاو په پلټنې بوختې دي او په ټول هېواد کې يې د خبردارۍ کچه لوړه کړې ده.