چین د اقلیمي بدلون سره په مبارزه کې تر خپلې وسې هڅې کړې دي
CMG2022/11/25 11:22:33
شريکول:

د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون چوکاټي تړون د لاسلیکوونکو ۲۷مه لویه غونډه څو ورځې مخکې د مصر په شرم الشیخ کې پای ته ورسېده. په دغه غونډه کې تر ۴۰ ساعتونو خبرو اترو وروسته، پرمختللو هېوادونو موافقه کړې چې د زیانونو صندوق جوړ کړي څو له اقلیمي ناورین ځپلو پرمختیايي هېوادونو سره مرستې او ورته جبرانونه ورکړي. دا په دغه غونډه کې یوه لویه لاسته راوړنه ګڼل کېږي او له تېرو لسګونو کلونو راهیسې د اقلیمي عدالت د تر لاسه کولو لپاره د پرمختیايي هېوادونو بریالیتوب بلل کېږي.

خو د دغه صندوق د پیسو سرچینه او چا ته ورکړه یې تر دې دمه نه ده ټاکل شوې. پرمختللي هېوادونه نه غواړي، د دوی په نظر کې د چین په شمول لوړ عاید لرونکي هېوادونه دغو پیسو ته لاسرسی ولري او دوی تمه هم ښودله چې چین به دغه صندوق ته پیسې ورکړي.  

 دا د چین لپاره ناعادلانه غوښتنه ده او لومه جوړېږي، څرنګه چې چین لا هم یو پرمختیايي هېواد دی، د چینایانو هر تن په سر د کاربن ایستلو اندازه یوازې د پرمختللو هېوادونو یو پر دېرشمه برخه نیسي. د نړۍ د اوسنیو اقلیمي بحرانونو عمده لاملونه د امریکا او اروپايي هېوادونو د پرمختګ پخوا وخت کې ایستل شوي ګن شمېر شنه خونه ګازونه دي. دغه هېوادونه اوسمهال په دوامداره توګه ډېره شنه خونه ګاز باسي، او له دې امله رامنځته شوي د سختو بارانونو او توپانونو په شمول اقلیمي ناورینونو پرمختیايي هېوادونو ته سخت زیانونه رسولي دي.

د بېلګې په توګه، سږ کال په افغانستان او پاکستان کې د سختو بارانونو له امله بې ساري سېلابونه پېښ شول او په نتیجه کې یې زرګونه تنه ووژل شول او مالي زیانونه يې نږدې ۴۰ میلیارډو ډالرو ته رسېدلي دي. دغه هېوادونه د اقلیمي بدلون ضد د مبارزې په برخه کې کافي پولي او تخنیکي توان نه لري، نو د بیا احیا بهیر يې نور هم ستونزمن دی. نو دغو هېوادونو ته جبران ورکول د پرمختللو هېوادونو ضروري دنده ده.

بله خوا، چین د تر ټولو لوی پرمختیايي هېواد په توګه، په دې وروستیو کلونو کې له بې ساري تودخې او سخت باران سره د مقابلې په عین وخت کې تر خپلې وسې پورې د اقلیمي بدلون ضد اغېزناک تدبیرونه نیولي او رښتيني ګامونه يې پورته کړي دي.

د چاپېریال ساتنې یو سازمان د طبیعي سرچینو د ساتنې ټولنې ویبسایټ څو ورځې مخکې شمېرې خپرې کړې چې له مخې يې، چین ژمنه کړې، چې تر ۲۰۳۰م کال پورې به د کاربن ایستلو اندازه ۶۰ سلنه برخه کمه کړي، تر ۲۰۲۱م کال پورې دغه اندازه یې د ۲۰۰۵م کال په نسبت ۵۰.۸ سلنه ټيټه کړې وه. په ۲۰۲۱م کال کې د چین د انرژۍ په عمومي لګښت کې د پاکې انرژۍ انډول ۱۶.۶ سلنې ته رسېدلی او اټکل کېږي، چې تر ۲۰۲۵م کال پورې به په چین کې د بادي برېښنا او لمريزې انرژۍ په شمول د پاکې انرژۍ په وسیله د برېښنا تولیدي اندازه ۱.۵ میلیارډه کیلوواټو ته ورسېږي. په دې سره به د ۲۰۳۰م کال موخه له ټاکلي وخت نه مخکې پوره شي.

چین په عین وخت کې له پرمختیايي هېوادونو سره د اقلیمي همکارۍ لپاره ۱.۲ میلیارډه ډالره بېل کړي  او له ۳۸ هېوادونو سره يې ۴۳ اقلیمي سندونه لاسلیک کړي دي.

د امریکې د والسټریټ ژورنال ورځپاڼې ویلي، چې چین د اقلیمي بدلون ضد مقابله کې ترسره کړي اقدامات له خپلو ژمنو څخه پورته او اوښتي دي.

خو پرمختللو هېوادونو په ۲۰۰۹م کال کې ژمنه کړې وه چې تر ۲۰۲۰م کال پورې هر کال پرمختیايي هېوادونو ته سل میلیارډه ډالره مرستې برابرې کړي. خو تر اوسه پورې دغه ژمنه يې نه ده پوره کړې.

اقلیمي بدلون د ګردې نړۍ پر وړاندې ګډ بحران دی، بېلا بېل هېوادونه د اقلیمي مسئلې د حل په اړه ګډه او مختلفې دندې لري. پرمختللي هېوادونه باید په نږدې وخت کې خپلې دندې پر غاړه واخلي او د انسانانو د ګډې کورنۍ د ساتلو لپاره اغېزمن تدبیرونه ونیسي.