چين: د استانا ميکانيزم ته په درنه سترګه ګورو
CMG2022/11/25 09:39:07
شريکول:

 د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د نومبر په ۲۴مه نېټه په يوې خبري غونډې کې وويل، چې هېواد يې د استانا ميکانيزم ته په ډېره درنه سترګه ګوري او غواړي له اړوندو خواوو سره په ګډه د سوريې د سولې او ثبات د تر سره کولو په برخه کې مرسته وکړي.

د سوريې د شخړو د هواري په تړاو د استانا ۱۹ پړاو سوله ييزې خبرې اترې د روانې مياشتې له ۲۲مې نېټې څخه تر ۲۳مې نېټې پورې په قزاقستان کې ترسره شوې.

 د سوريې لپاره د روسيې د ولسمشر ځانګړي استازي لاورنتيف د استانا ميکانيزم کې د چين ګډون د سوريې د شخړو د ښکېلو لورو د منځګړيتوب او د دغه هېواد د بيارغاونې لپاره ګټور بللی دی.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ په ټينګار وویل، چې د استانا ميکانيزم د سوريې د شخړو د کمولو او د تاوتريخوالي د ختمولو په برخه کې د همغږۍ او پرمختګ رغنده رول لوبولی دی.