د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې او دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په ۲۵مه په بېجينګ کې د خلکو په لوی تالار کې د کيوبا د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د لومړي منشي او دولت رئيس ميګويل ډياز ته د راتګ په پار د هرکلي مراسم تر سره کړل.
په دغو مراسمو کې د شي جين پينګ مېرمن پنګ لي يوان، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او د دولتي شورا غړي وانګ يي، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس مرستيال رئيس هه لي فنګ هم حاضر وو.
د ميګويل ډياز ميرمن، د کيوبا د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي، د بهرنيو چارو وزير، د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې غړي، مرستيال صدراعظم، د اقتصاد او پلان وزير له ميګويل ډياز سره مل وو.
ميګويل ډياز د شي جين پينګ په ملګرتيا سره د چين د خلکو د ابادۍ بخښوونکي پوځ د تشريفاتي ګارد احترام او معاينه وکړه.