شي جين پينګ: هيله ده، چې د چين او کيوبا اړيکې پرله پسې ژورې شي
CMG2022/11/25 15:43:50
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او دولت رئيس شي جين پینګ د نومبر د ۲۵ مې نېټې په سهار په بېجينګ کې د خلکو په لوی تالار کې د کيوبا د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې له لومړي منشي او دولت رئيس ميګويل ډياز کانيل بيرموديز سره کتلي او په يو لړ مسئلو یې ورسره خبرې کړې دي.

شي جين پينګ په خپلو خبرو کې ويلي، چې کيوبا د لوېديځې ځمکنۍ کرې لومړی هېواد دی،  چې له نوي چين سره يې اړيکې ټينګې کړې دي.

نوموړي د چين او کيوبا اړيکې د سوسياليستي هېوادونو ترمنځ د يووالي او همکارۍ او د پرمختيايي هېوادونو ترمنځ د صادقانه متقابلو مرستو په برخو کې يوه نمونه بللې ده.

شي جين پينګ ويلي، چې چين به له کيوبا سره خپلمنځي سياسي متقابل باور ټينګ او واقعي همکارۍ به نورې هم ورسره پراخې کړي.

نوموړي ويلي، چې چين او کيوبا دې د مهمو موضوعاتو په برخه کې يو له بل څخه ټينګ ملاتړ وکړي، په نړيوالو او سيمه ييزو چارو کې دې خپلمنځي همغږي تقويه کړي، د خپل ځانګړي سوسياليزم د ابادۍ په برخه کې دې ګډ پرمختګ ومومي او په نوې زمانه کې دې خپلمنځي اړيکې نورې هم ژورې کړي.

ميګويل ډياز کانيل بيرموديز په خپلو خبرو کې چين ته د روان سفر د بلنې په پار له شي جين پينګ څخه مننه کړې او دغه سفر يې د دواړو هېوادونو د اړيکو او دوستۍ ته د خپلو ډېرو پاملرنو څرګندوالی بللی دی.

نوموړي د چين ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم د ابادۍ په برخه کې د شي جین پينګ په مشرۍ د چين د کمونېست ګوند خدمتونه او چارې ستايلي او دا يې د ټولې نړۍ د پرمختګ لپاره رښتينی تشويق بللی دی.