شي جين پينګ په سليمان ټاپو کې د زلزلې په پار د دغه ټاپو عمومي مشر ډاويډ وناجي ته د خواخوږۍ پيغام واستاوه
CMG2022/11/25 21:37:19
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په ۲۵مه په سليمان ټاپو کې د زلزلې په پار د دغه ټاپو عمومي مشر ډاويډ وناجي ته د خواخوږۍ پيغام واستوه.

شي جين پينګ وويل، چې په سليمان ټاپو کې سختې زلزلې وشوې. زه د چين د حکومت او خلکو په استازيتوب ستاسو د ټاپو حکومت او خلکو ته د زړه له کومې خواخوږي څرګندوم. چين او د سليمان ټاپو ښه دوست، وروڼه او ملګري دي، چې يو له بل څخه متقابل ملاتړ او يو له بل سره مرسته کوي. چين غواړي تر وسې پورې سليمان ټاپو ته ملاتړ برابر کړي او د دغه ټاپو له خلکو سره مرسته وکړي، چې خپلې کورنۍ بيا ابادې کړي.

همداراز د چين صدراعظم لي که چيانګ په همدې ورځ د سليمان ټاپو صدراعظم ماناسيح سوګاواري ته د خواخوږۍ پيغام واستاوه.