روغتيا نړيوال سازمان: په ټوله نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۶۳۶ ميليونو، ۸۹ زرو او ۵۸۷ ته رسېدلی
CMG2022/11/25 10:56:06
شريکول:

روغتيا نړيوال سازمان د نومبر په ۲۴مه نېټه يو لړ تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د منځنۍ اروپا پر وخت د روانې مياشتې د ۲۴مې نېټې د مازديګر تر ۶ بجو او ۳۸ دقيقو پورې په ټوله نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې د شمېر په پرتله ۲۲۴ زره او ۴۵۲ زياتوالی ښيي او عمومي شمېر يې ۶۳۶ ميليونه، ۸۹ زره او ۵۸۷ ته رسېدلی دی.

د مالوماتو له مخې، په همدې مودې کې د دې وبا له امله ۵۱۲ کسان مړه شوي او د مړينې عمومي شمېر يې ۶۶ ميليونه، ۴ زره او ۷۰۴ ته رسېدلی دی.