کريسټيانو رونالډو د فوټبال لومړی لوبغاړی شو، چې په مسلسلو پنځو نړیوالو جامونو کې يې ګول وهلی
CMG2022/11/25 16:06:14
شريکول:

د قطر د نړيوال جام د اېچ ډلې په لومړۍ سيالۍ کې د پرتګال لوبډلې ګانا لوبډلې ته ۳:۲ ماتې ور کړه.

د فوټبال ياده سیالي د نومبر په ۲۴مه نېټه په قطر کې ترسره شوه.

د پرتګال لوبغاړي رونالډو په دې سيالۍ کې يو ګول وواهه او نوموړی د فوټبال لومړی نارينه لوبغاړی شو، چې په مسلسلو پنځو نړيوالو جامونو کې يې ګول وهلی دی.

کريسټيانو رونالډو تر سيالۍ وروسته وويل، چې مونږ بريالی شوو او همدا د پرتګال لوبډلې لپاره مهمه ده.