د پاکستان ولسمشر محمد عارف علوي د نومبر په ۲۴مې نېټې د لويو درستيزانو ائتلافي کمېټې نوی مشر او د ځمکني پوځ لوی درستيز ټاکلي دي.
د پاکستان د ولسمشرۍ دفتر سکريتريت د ۲۴مې نېټې په شپه یوه اعلامیه خپره کړې، چې له مخې یې د دغه هېواد ولسمشر محمد عارف علوي تورن جنرال ساحر شمشاد ميرزا ته د ډګر جنرالۍ رتبه ورکړې او نوموړی به د روانې مياشتې له ۲۷مې نېټې څخه د لويو درستيزانو ائتلافي کمېټې د مشر په توګه دنده پر غاړه واخلي.
اعلاميه وايي، چې ولسمشر عارف علوي تورن جنرال سید عاصم منیر ته هم د ډګر جنرالۍ ترفیع ورکړې او نوموړی به د نومبر له ۲۹مې نېټې څخه د ځمکني پوځ د لوی درستيز په توګه دنده پيل کړي.