د اروپايي ټولنې غړي هيوادونه د طبيعي ګازو پر بيو سلا نشول
CMG2022/11/25 11:08:48
شريکول:

د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو انرژۍ وزیرانو د نومبر په ۲۴ مه نېټه د طبیعي ګازو د بيو لوړولو پر محدودونکي میکانیزم ځانګړې غونډه تر سره کړې، خو کومې موافقې ته نه دي رسېدلي او پتيلې يې ده، چې د ډسمبر په لومړۍ نیمایي کې به  پر همدې ميکانيزم يو ځل بیاغونډه تر سره کړي.

د اروپايي ټولنې د نوبتي رئيسه هېواد چک جمهوريت د صنایعو او سوداګرۍ وزیر سيکلا په همدې ورځ پر ټولنيزو رسنيو ويلي، چې د اروپايي ټولنې د انرژۍ وزیران د طبیعي ګازو د بيو لوړولو پر محمدونکې کچې مختليف نظرونه لري او په دې سلا شوي، چې په راتلونکي ډسمبر کې به یو ځل بیا بله ځانګړې غونډه ترسره کړي.

نوموړي زياته کړې، چې د اروپايي ټولنې د انرژۍ وزيران د طبیعي ګازو د ګډو تدارکاتو او د بيا کاروونکې انرژۍ د ځای پرځای کولو په اړه موافقې ته رسیدلي دي.

(ژباړه: شکريه)