انور بن ابراهيم د ماليزيا د نوي صدراعظم په توګه لوړه وکړه
CMG2022/11/25 11:11:50
شريکول:

د ماليزيا نوي صدراعظم داتو سيري انور بن ابراهيم د نومبر په ۲۴مه نېټه د د دې هېواد د پلازمېنې کوالالمپور په امپراطورۍ ماڼۍ کې لوړه وکړه.

نوموړي له لوړې وروسته په يوې مطبوعاتي غونډې کې ويلي، چې هغه به د هېواد د اقتصاد د بيا سمورتيا، سیاسي ثبات او د بېلابېلو قومونو او مذهبي ډلو ترمنځ د همغږۍ لپاره هڅې وکړي.

انور بن ابراهيم ويلي، چې هغه به د فساد ضد سخته مبارزه وکړي او د اداري چارو د ښه کېدو، د عدلي چارو د خپلواکۍ او خلکو ته د ګټو د رسولو په پار کوششونه وکړي او د نورو سياسي ډلو يې هرکلی کړی، چې د ملي يووالي حکومت کې برخه واخلي.

ابراهيم په خپلو خبرو کې چين د ماليزيا مهم ګاونډی بللی او ويلي يې دي، چې له دغه هېواد سره به د اقتصاد، پانګونې او کلتور په برخو کې اړيکې پياوړې کړي.