د چين د سوداګرۍ وزارت وياندې شو جوي تينګ د نومبر د ۲۴مې نېټې په ماسپښين په يوې نوبتي خبري ناستې کې د خبريالانو پوښتنو ته په ځواب کې ويلي، چې د لاتينې امريکا له هېوادونو سره د چين اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ په بشپړه توګه اعاده شوي او د کرونا وبا له خپرېدو مخکې کچې څخه هم زياتې شوې دي.
شو جوي تينګ د چين او کيوبا ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزو اړيکو په اړه ويلي، چې چين د کيوبا د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ او د کرونا وبا پر وړاندې د دې هېواد له کوښښونو ټينګ ملاتړ کوي او هېواد یې د کيوبا د مادي سوداګرۍ لومړی لوی همکار ګرځېدلی دی.
نوموړې زياته کړې، چې په تېر ۲۰۲۱م کال کې د چين او کيوبا ترمنځ د دوه اړخيزې سوداګرۍ حجم ۷.۲ سلنه زياتوالی موندلی او د روان کال په درېيو ربعو کې يې دوه اړخيزې سوداګرۍ دوامداره وده کړې او په همدې مودې کې له کيوبا څخه د چين د وارداتو ارزښت هم ۱۸.۱ سلنه زيات شوی دی.
(ژباړه: شکريه)