امريکا له اوکراين سره نوره پوځي مرسته اعلان کړه
CMG2022/11/25 10:44:08
شريکول:

د امريکا دفاع وزارت د نومبر په ۲۳مه نېټه اعلان کړی، چې له اوکراين سره به د ۴۰۰ ميليونو ډالرو په ارزښت اضافي امنيتي مرسته وکړي. دا د ۲۰۲۱م کال له اکست راهيسې، د ولسمشر جو بايډن په مشرۍ د امريکا حکومت  ۲۶م ځل دی، چې له اوکراين سره مستقيمې مرستې منظوروي.

د مالوماتو له مخې، له وخت راهیسې، چې جوبایډن د امريکا د ولسمشرۍ چارې په لاس کې اخیستي، اوکراین سره يې د ۱۹ ميليارډو او ۷۰۰ ميليونو ډالرو په ارزښت د پوځي تجهيزاتو او مرستو ژمنې کړې دي.

 د روسيې د امنيت شورا مرستيال ميډوډيف په همدې ورځ  د روسي ځواکونو د وسلو برابرونه کافي بللې ده.

د روسيې د دفاع وزارت وياند کوناشېکوف د نومبر په ۲۴مه نېټه ويلي، چې روسي ځواکونو د همدې مياشتې په ۲۳مه نېټه د اوکرايني پوځ د قوماندانۍ او کنټرول پر سيسټم او د انرژۍ پر اړوندو تاسيساتو يې د لويې پيمانې بريدونه کړي، چې په پايله کې یې اوکرايني پوځ ته د بهرنيو وسلو او پوځي تاسيساتو د لېږد رالېږد پټلۍ له منځه وړل شوې دي.