د چين د دفاع وزارت وياند وو چيان د نومبر په ۲۴مه نېټه په يوې خبري ناستې کې وويل، چې د چين او جاپان د دفاعي ادارو تر منځ د سمندري او هوايي کرښو د ميکانيزم په چوکاټ کې به د مستقيمو ټليفوني اړيکو د جوړولو چارې ډېر ژر پيل شي.
نوموړي وويل، د چين او جاپان د دفاعي ادارو ترمنځ د سمندري او هوايي کرښو ميکانيزم په ۲۰۱۸م کال کې پېل شوی او له وخت راهيسې ډېر ښه روان دی او د ختيځ سمندر د سولې او ثبات د ساتلو لپاره يې فعال رول لوبولی دی.
د چين او جاپان دفاعي ادارو له څو پړاويزو سلا مشورو وروسته د سمندري او هوايي کرښو د ميکانيزم په چوکاټ کې پر مستقيمو ټليفوني اړيکو سلا شوي او ښايي ډېر ژر یې چارې پېل شي.