د ۲۰۲۲م کال لپاره د چين د سمندري اقتصاد نندارتون روان دی
CMG2022/11/26 13:48:32
شريکول:

د ۲۰۲۲م کال لپاره د چين د سمندري اقتصاد نندارتون د نومبر په ۲۴مه نېټه د ګوانګ دونګ ولايت په شن جن ښار کې پرانيستل شو او د نومبر تر ۲۶مې نېټې پورې به دوام ولري. د سمندر په اړه د چين ډېر لوی او پياوړي ماشينونه او د لوړې ټېکنالوژۍ د څېړنې او توليد په برخه کې لاسته راوړنې په دغه ۳ ورځني نندارتون کې نندارې ته وړاندې شوي. دغه راز په دې نندارتون کې د (( په ۲۰۲۲م کال کې د چين د سمندري اقتصاد د پرمختګ شاخص)) راپور خپور شو، چې له مخې يې په ۲۰۲۱م کال کې د دغه هېواد د سمندري اقتصاد عمومي ارزښت له ۹ زرو ميليارډو يوانو څخه اوښتی دی او د ۲۰۲۰م کال په پرتله ۸ اعشاريه ۳ سلنه زياتوالی ښيي.