د امریکا د سوداګرۍ ټولنې په دې وروستیو کې څرګنده کړه، چې د دغه هېواد د ملي دفاع د صلاحيت په لايحه کې د چين له چِپ توليدوونکو تصدیو سره د سوداګرۍ د منع کولو محتويات، قانوني اساس نه لري.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د نومبر په ۲۵مه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، چې د امريکا د سوداګرۍ ټولنې څرګندونې ښيي، چې د عرضې او صنعت په نړيوالو ځنځیرونو کې عمدي لاسوهنه او ويجاړوونکې کړنې د هېڅ لوري له ګټو سره سمون نه خوري او د خلکو د خوښې وړ نه دي.
د خبر له مخې، څو ورځې وړاندې، د امریکا د څو صنعتي ټولنو له خوا جوړې شوې یوې ګډې ډلې د دغه هېواد د مشرانو جرګې د پوځي کمیټې رییس ریډ او د جمهوريت غوښتونکي ګوند لوړ پوړي غړي انهوف ته یو لیک واستاوه، چې په کې ویل شوي، چې د امریکا د ۲۰۲۳م مالي کال لپاره د ملي دفاع د صلاحيت د لايحې په تعدیل شوې مسوده کې هغه محتویات قانوني بنسټ نه لري، چې حکومتي ادارې دې د چين له چِپ توليدوونکو تصدیو سره همکارۍ نه کوي. د دوی په وینا، چې دا به په قراردادیانو او حکومت باندې لوی بار واچوي.