د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د نومبر په ۲۵مه نېټه په يوه مطبوعاتي غونډه کې وویل ، چې چين تل د اوکراين بشري وضعيت ته په درنه سترګه ګوري.
ماو نينګ زیاته کړه، چې د اوکراين د مسئلې په اړه د چين دريځ ثابت او څرګند دی، موږ تل د اوکراين بشري وضعيت ته اهميت ورکوو او باور لرو، چې خبرې اترې د اوکراين د مسئلې د حل لپاره اساسي لاره ده. موږ هيله لرو چې نړيواله ټولنه به په ګډه د حالاتو په ښه والي او د بحران په سياسي حل کې رغنده رول ولوبوي او چين تل د دې لپاره کار کوي.