د چين د بهرنيو اسعارو ادارې د نومبر په ۲۵مه نېټه، په اکتوبر کې د دې هېواد د مالونو او خدمتونو د نړيوال صادراتي او وارداتي حالت په اړه معلومات ورکړل.
د يادو معلوماتو له مخې، سږکال په اکتوبر کې د چین د مالونو او خدمتونو نړيواله صادراتي او وارداتي اندازه ۳۸۴۷ ميليارډو يوانو ته رسېدلې، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۵ سلنه زياتوالی ښيي او مثبت بيلانس يې ۳۵۲ ميليارډو او ۱۰۰ میليونو يوانو ته رسېدلی دی. دا ښيي، چې په اکتوبر کې د چين بهرنۍ سوداګريزې چارې فعالې وې.