د روسيې د بهرنيو چارو وزارت ويبسايټ د نومبر په ۲۵مه نېټه د ډله ييز امنيت تړون سازمان د شپږو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو يوه ګډه اعلاميه خپره کړه.
په دې اعلاميه کې راغلي، چې د اروپا د امنيت او همکارۍ سازمان اوسنۍ نوبتي رئيسه هېواد څه مودې مخکې پرېکړه کړې، چې د روسيې د بهرنيو چارو وزير ته د اروپا د امنيت او همکارۍ سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو د شورا په غونډه کې د ګډون اجازه ور نه کړي. د ډله ييز امنيت تړون سازمان د شپږو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو له يادې پرېکړې سره مخالفت کوي او په دې نظر دي، چې ياده پرېکړه د اروپا د امنيت او همکارۍ سازمان له اصولو څخه سرغړونه ده.
د شپږو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د اروپا د امنيت او همکارۍ سازمان له اوسني نوبتي رئيسه هېواد څخه غوښتنه کړې، چې د دې سازمان د ټولو ګډونوالو هېوادونو برابر او ټولشمول حقونه تضمين کړي، په عين وخت کې د دې سازمان د راتلونکې دورې له رئيسه هېواد څخه يې غوښتنه کړې، چې د دې سازمان د ټولو ګډونوالو هېوادونو د ډيالوګ او همکاريو لپاره هڅه وکړي.