د چين د ټرانسپورټي چارو وزارت د نومبر په ۲۵مه نېټه په يوه مطبوعاتي غونډه کې وویل، چې اوسمهال د چين د بندرونو ټرانسپورټي چارې په ښه ډول روانې دي او د بندرونو مجموعي موثريت يې تل په نړۍ کې مخکښ ځای لري.
د شمېرنې له مخې، سږکال له جنورۍ څخه تر اکتوبر پورې د اوبو لارو له لارې د چين د موادو د انتقال اندازه د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۴.۸ سلنه زياتوالی ښيي او په بندرونو کې د کانټېڼرونو د انتقال اندازه د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۴ سلنه زياتوالی ښيي. د شانګهای بندر په اکتوبر کې هره ورځ د کانټېڼرونو د انتقال اندازه ۱۳۶ زرو ته رسېدلې، چې د تېرې مياشتې په پرتله ۴.۸ سلنه زياتوالی ښيي.