د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ پياوړتيا به نړۍ ته ارامتيا او سمسورتيا وبښي
CMG2022/11/26 13:42:17
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په شپاړسمه نېټه د اندونيزيا د ولسمشر جوکو ويدودو په بلنه له نوموړي سره په انلاين ډول د جاکارتا - بندونګا پټلۍ ازموينه وليده. دغه پټلۍ د جنوب ختيځې اسيا د لومړې چټکې اوسپنيزې لارې په توګه په اندونيزيا کې ډېر شهرت لري او د دې يوه مهمه نښه بلل کيږي، چې د يو کمربند او  یوې لارې نوښت  برخه والو هېوادونو او ځايي خلکو ته ګټې او ګډ پرمختګ  وربښلی دی.

شي جين پينګ نهه کاله مخکې په اندونيزيا کې د ۲۱مې پېړۍ د ورېښمو سمندري لارې د ابادۍ پېشنهاد وړاندې کړ.‌ چين او اندونيزيا په دې وروستيو کې په بالي ټاپو کې د جي شل (G20) په سرمشريزه غونډه کې موافقه  وکړه، چې په هره برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو د جوړېدو د لسمې کليزې په درشل کې به د لوړې کچې خپلمنځي همکاريو نوی شکل جوړ کړي. شي جين پينګ څو ورځې مخکې په بنکاک کې د اېپيک (APEC) د مشرانو په غېر رسمي غونډه کې  وویل، چين فکر کوي، چې په راتلونکي کال کې به د يو کمربند او يوې لارې د نړيوالو همکاريو درېیم سرمشريز فورم جوړ کړي.

د يو کمربند او يوې لارې په اړه ښه خبرونه يو پر بل پسې خپريږي او د اسيا او ارام سمندر سيمې او ټولې نړۍ د اقتصادي بيا سمسورتيا لپاره يې خوځنده ځواک برابر کړی دی.

د يو کمربند او يوې لارې پېشنهاد ، په تېرو نهو کلونو کې د ځينو لويديځو هېوادونو له سوء تفاهم  او تحريف سره مخ و، خو دغه پېشنهاد د چين د عملونو او د همکاريو د برخه والو د ګډو کوښښونو له لارې او د وخت په تېرېدو سره د ګردې نړۍ ګډه نظريه ګرځېدلې ده. د چين او اروپا ترمنځ باروړونکو اورګاډيو د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو لا زيات سوداګريز توکي چيني بازار ته رسولي او د يو کمربند او يوې لارې تر چوکاټ لاندې د ټرانسپورټي اساسي تاسيساتو د ابادۍ، اقتصاد او سوداګرۍ، سيلانۍ، علمي ټېکنالوژۍ، کلتور او طبي چارو همکاريزې پروژې پلې شوي او د برخه والو هېوادونو خلکو ته يې ګټې رسولي، دغې بېلګې د شفاهي ځواب په پرتله لا د باور وړ  دي.

د چين د کمونېست ګوند په شلم ملي کانګرېس کې راغلي، چې چين به د لوړې کچې ورخلاصون تطبيق کړي او د يو کمربند او يوې لارې باکيفيته ابادي به پياوړې کړي او د دايمي سولې، عامه امنيت او ګډې سمسورتيا په بڼه به د نړۍ د ابادۍ لپاره هڅې وکړي.

چين نړۍ ته څرګند پيغام خپور کړی، چې دغه هېواد به نه يوازې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې او د يو کمربند او يوې لارې پېشنهاد پر تطبیق ټينګار وکړي، بلکې په لا لوړه کچه او نوې مرحلې کې به  دا پېشنهاد لا پیاوړتيا ومومي.

چين د اصلاحاتو او ورخلاصون د تطبیق له تېرو څلوېښتو کلونو راهيسې د پام وړ برياليتوبونه تر لاسه کړي، په تېره بيا په ۲۰۰۱م کال کې د سوداګرۍ په نړيوال سازمان کې تر شاملېدو وروسته د چين اقتصاد چټک پرمختګ کړی او نړۍ ته يې هم ګټې رسولي دي.

څرګنده ده، چې چين د اصلاحاتو او ورخلاصون د ردولو لپاره هېڅ  دلیل نه لري. هېڅ اقتصاد له نړۍ څخه ځان ګوښه نه شي ساتلی او د اقتصاد نړيوال کېدل، د پانګونې ازادېدل او د سوداګرۍ اسانه کېدل لا هم د تاريخ د پرمختګ تمايل بلل کيږي.

د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ په پار د چين او نورو هېوادونو ترمنځ همکارۍ به لا پياوړې شي او د سوداګرۍ، پولي چارو، کلتوري پيوستون او د استعداد لرونکو کسانو د تګ راتګ په شمول به د زياتو برخو همکارۍ لوړې کچې ته ورسيږي. دغه راز د چين حکومت به لا زياتې اړوندې تګلارې  پلې کړي، له نورو هېوادونو سره به د مالونو، وګړو او پیسو راکړې ورکړې پياوړې کړي، د نړۍ لا زيات پانګه اچوونکي به راجلب کړي، د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې به د پرتو هېوادونو خلکو ته رښتينې ګټې او نړۍ ته به آرامي او سمسورتيا ورسوي.