د کډوالو نړيوال سازمان: په تېرو اتو کلونو له ۵۰ زرو زيات کډوال د سفر په جريان کې مړه شوي
CMG2022/11/27 14:40:24
شريکول:

د کډوالو نړيوال سازمان څو ورځې مخکې يو راپور خپور کړی، چې له مخې يې له ۲۰۱۴م کال راهيسې (په تېرو اتو کلونو کې) په ټوله نړۍ کې څه باندې ۵۰ زره کډوال د سفر په جريان کې مړه شوي او له ۳۰ زرو زیات کډوال ورک شوي دي.

راپور وايي، چې په يادو ۵۰ زرو مړه شويو کډوالو کې له نيم څخه زیات کسان اروپا ته پر لاره يا د اروپا په خاوره کې مړه شوي او ۲۵ زره او ۱۰۴ تنه مديترانې ته په سفر کې مړه شوي دي.

په راپور کې له بېلابېلو هېوادونو څخه غوښتل شوي چې نړیوال قانون پلي کړي، د ژغوروونکو او مرستندويه عملياتو له لارې د کډوالو د سفر لپاره آسانه او خوندي لارې برابرې کړي او امنيت يې وساتي.