چين:د امريکا د انفلاسيون کمولو لايحه د سوداګرۍ نړيوال سازمان له مقرراتو څخه سرغړونه ده
CMG2022/11/27 14:43:31
شريکول:

د سوداګرۍ نړيوال سازمان د مالونو سوداګرۍ شورا د نومبر په ۲۴مه او ۲۵مه نېټه په ژنيو کې يوه رسمي غونډه تر سره کړه.

په یاده غونډه کې د چين استازي په خپله وينا کې ويلي، چې د امريکا د انفلاسيون کمولو په تازه خپره شوې لايحه کې هغه يو لړ تګلارې او تدبيرونه شامل دي، چې له مخې به يې نا مناسب تجارتي کمک برابر کړي او د سيميکنډکټر نړیوال صنعتي ځنځير او د عرضې ځنځير ته به زيانونه رسوي. هغه د امريکا د اړوندو پاليسو او تدبيرونو غندنه کړې، چې د سوداګرۍ نړیوال سازمان له مقرراتو او د نړیوال قانون له اصولو سره ټکر لري او د نړۍ پر صنعتي ځنځير منفي اغېزې لري.

نوموړي زیاته کړې، چين له دې سره مخالفت کوي، چې اقتصادي، سوداګريزې او ساينسي تبادلې ته سیاسي رنګ ورکړل شي.چین له امريکا څخه غواړي، چې خپلې غلطې کړنې سمې کړي او د سیميکنډکټر د نړيوال صنعتي ځنځير ثبات وساتي.