روسيه: د بيولوژيکو وسلو ګواښ د مخنيوي لپاره دې د څارنې اغېزمن ميکانيزم جوړ شي
CMG2022/11/27 14:41:24
شريکول:

د روسیې د وړانګو، کيمياوي او بيولوژيکي دفاع ځواک قوماندان کيريلوف د نومبر په ۲۶مه نېټه ويلي، چې بېلابېلې خواوې باید د بيولوژيکو وسلو ګواښ د مخنيوي لپاره د څارنې يو موثر ميکانيزم او د علمي مشورو نړیوال کمېسيون جوړ کړي او د بيولوژيکو وسلو د ممنوعيت تړون اړوند علمي او تخنيکي پرمختګ دې وارزي. نوموړي زياته کړې، چې روسيه به د بيولوژيکو وسلو د ممنوعيت تړون په ۹مه غونډه کې يو ځل بيا غوښتنه وکړي، چې د امریکا په شمول د لوېديځو هېوادونو د نظامي بيولوژيکو فعاليتونو د تر سره کولو د شاهد په اړه بحث وکړي.