سروې: له ۸۰ سلنې زيات وګړي د کرونا وبا د خپرېدو د مخنيوي لپاره د تدبيرونو د نيولو غوښتنه کوي
CMG2022/11/27 18:53:48
شريکول:

لاهم کرونا وبا په نړۍ کې د خپرېدو په حال کې ده. د سږ کال له پيل راهيسې د کرونا ويروس له امله میلیونونه کسانو ژوند له لاسه ورکړی او د دغه ويروس د نويو بڼو د رامنځته کېدو وضعيت روان دی.

د چين ميډيا ګروپ سي جي ټي ان په دې وروستيو کې په نړیواله کچه د انټرنټ کاروونکو یوه سروې اخیستې . د دې سروې ۶۰ اعشاريه ۴۴ سلنه ګډون کوونکو د انسان پر روغتيا د کرونا وبا د دايمي منفي غېزو په اړه  اندېښمنه وښوده او ۸۵ اعشاريه ۴ سلنه ګډون کوونکو څرګنده کړه، چې پر کرونا ويروس د اخته کسانو د زياتوالي د مخنيوي‌ لپاره بايد تر ممکنه حده تدبيرونه ونيول شي.