په نوې زمانه کې د رښتينو ملګرو د دوستۍ ټينګښت
CMG2022/11/27 13:11:47
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په ۲۵مه نېټه په بېجينګ کې د کيوبا د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې له لومړي منشي او د دغه هېواد د دولت رئيس ميګويل ډياز کانيل بيرموديز سره د کتنې په ترڅ کې وويل، دواړه خواوې بايد د نوي وضعيت پر وړاندې ستراتيژيکې همکارۍ پياوړې کړي او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ په بهير کې دې د دواړو هېوادونو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره هڅې وکړي.

د چين او کيوبا د ګډ‌ برخليک ټولنې په نوې زمانه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پرمختګ لپاره لوری روښانه کړی. که څه هم چين او کيوبا له جغرافيايي لحاظه یو له بل څخه لری پراته دي، خو اړيکې يې نږدې او ټينګې دي. کيوبا يو سوسياليستي هېواد دی او هم د ځمکې کرې په جنوبي نيمايي کې لومړی هېواد دی، چې له چين سره يې ډيپلوماتيکې اړيکې ټينګې کړې. ښه ملګرتيا، همکاري او ښه ورور ګلوي يې د دواړو هېوادونو د ښو اړیکو ښودنه کوي. ميګويل ډياز کانيل بيرموديز د لاتينې امريکا او کاربين سيمې لومړی رهبر دی، چې د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرېس له پای ته رسېدو وروسته چين ته سفر کړ. دا ښيي، چې د چين او کيوبا ترمنځ اړيکې د سوسياليستيکو هېوادونو ترمنځ د يووالي او همکارۍ او د پرمختيايي هېوادونو ترمنځ د متقابلو مرستو نمونه ګرځېدلې ده.

اوسمهال نړۍ د ناآرامۍ او بدلونونو نوې مودې ته داخله شوې. کيوبا له اوږدې مودې راهيسې د امريکا يو اړخيز بنديزونه ځپلې او د کرونا وبا د منفي اغېزو په شمول له زياتو ننګونو سره مخه ده. دا خبر د کيوبا د بېلا بېلو برخو پاملرنه راجلب کړې، چې د چين د کمونېست ګوند شلم ملي کانګرېس د چيني ډوله عصري کېدو تطبيق ته ډېر مهم اهميت ورکړ. په چين کې د کيوبا سفير پيرېلا وويل، چې د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کاګرېس په راپور کې د سوسياليزم د ابادۍ ارزښتناکې تجربې راټولې شوې او د جدي څېړنې او زده کړې ارزښت لري.

شي جين پينګ له ميګويل ډياز کانيل بيرموديز سره په کتنه کې نوموړي ته د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرېس د لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل او دې ته يې په اشارې وويل، چې د دواړو هېوادونو ګوندونه بايد نژدې راکړې ورکړې وساتي او د تجربو تبادلې دې پياوړې کړي او د هغه سوسياليزم د ابادۍ لپاره دې هڅې وکړي، چې د هېوادونو له وضعيت سره سمون لري. ميګويل ډياز کانيل بيرموديز وويل، چې کيوبا به هڅه وکړي چې چين د ځان لپاره بېلګه کړي، چې د ننګونو پر وړاندې د حل و فصل نوې لارې چارې پيدا کړي او د سوسياليزم د ابادۍ موخې پوره کړي. د دواړو مشرانو ويناوو نړۍ ته هغه څرګند پيغام ليږلی چې دواړه هېوادونه به خپلمنځي همکارۍ لا پياوړې کړي او د سوسياليزم د عصري کېدو لپاره به لاسونه يو کړي.

چين د کيوبا لپاره د مالونو لومړی لوی تجارتي ملګری او کيوبا د چين لپاره د کاربين سيمې دوهم لوی تجارتي ملګری دی. د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګرۍ د دواړو هېوادونو خلکو ته ګټې رسولې دي. په ۲۰۲۱م کال کې د چين او کيوبا ترمنځ د سوداګۍ ارزښت د ۲۰۲۰م کال په پرتله ۷ اعشاريه ۲ سلنه زيات شوی. د سږ کال په لومړيو دريو ربعو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ ارزښت زيات شوی او له کيوبا څخه د چين د وارداتو اندازه ۱۸ اعشاريه یو سلنه زياتوالی ښيي.

د یادولو وړ خبر دا دی، چې چين په ۲۰۱۸م کال کې له کيوبا سره د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ تفاهم ليک لاسليک کړ او په ۲۰۲۱م کال کې يې د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ په پار د دواړو خواوو ترمنځ د همکاريو پلان لاسليک کړ. چين ته د ميګويل ډياز کانيل بيرموديز د سفر پر مهال دواړو مشرانو د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ دوه اړخيز سند لاسليک کړ.

دواړو خواوو په نوې زمانه کې د خپلمنځي اړيکو د لا ټينګښت لپاره څرګنده کړه، چې دواړه هېوادونه به د مقابلې خوا له مرکزي ګټو ټينګ ملاتړ کوي او په نړيوالو او سيمه ييزو چارو کې به خپلمنځي همغږۍ او همکارۍ پياوړې کړي.

چين او کيوبا به په مداومه توګه د سوسياليستيکې لارې، ګډ پرمختګ او ستراتيژيکې همغږۍ ښه ملګري پاتې وي او خپلمنځي اړيکې به لا ټينګې کړي او د دواړو هېوادونو خلکو ته به لا زياتې ګټې ورسوي.