د ايران مذهبي مشر: خبرې اترې د ايران او امريکا مسئلې نه شي حلولی
CMG2022/11/27 14:49:14
شريکول:

د ايران مذهبي مشر آيت الله خامنه يي د نومبر په ۲۶مه په تهيران کې د ايران د بسيج ځواک له استازو سره د کتنې په وخت کې وويل، چې خبرې اترې د ايران  او امريکا مسئلې نه شی حلولی.

د ايران پريس ټلويزيون د خبر له مخې، خامنه يي په همدې ورځ د ايران د ذروي مسئلې د جامع تړون د پوره کولو په پار د خبرو اترو د بيا اعادې په اړه وويل، چې امريکا په خبرو اترو کې پر ايران د بنديزونو لرې کول رد کړي او دغه هېواد او اروپايي ملګري يې غواړي له ايران سره احتمالي تړون لاسليک کړي تر څو په ايران دفاعي نظامي ځواک سلب کړي. هغه زياته کړه، چې لويديځو هېوادونو په وروستۍ موده کې پر ايران فشار اچولی او په حقيقت کې غواړي ايران په خبرو کې د امريکا غوښتنو ته تسليم کړي.