نړیوالو کار پوهانو د چين د کليو ډيجټالي ابادي ستایلې
CMG2022/11/27 14:42:31
شريکول:

په چين کې د ملګرو ملتونو د خوراک او کرنې سازمان استازي کارلوس واتسن څو ورځې مخکې د علمي تخنيک او کيوال پرمختګ په يوه نړیوال فورم کې ويلي، چې د ملګرو ملتونو د خوراک او کرنې سازمان په ټوله نړۍ کې (( زر ډيجټالي کلي )) پلان تطبيق کوي، څو د کرنيزو چارو دوامدار پرمختګ پياوړی کړي. دغه سازمان اوس د چين له حکومت سره همکارۍ کوي او د چين د ډيجټالي کليو د ابادۍ تجربې به د اسيا او ارام سمندر په سيمه او حتی ټوله نړۍ کې شريکې کړي. 

په چين کې د خوراک نړيوال پروګرام استازي چو سه شي ويلي،‌ چې په چين کې د ډيجټالي تخنيک له امله توليد نور موثر شوی، بازار نور پراخ شوی، پولي خدمتونه نور اسانتيانه شوی او په کليوالو سيمو کې تولیدي ځنځیر پياوړی شوی. پرمختيايي هېوادونه کولی شي چې د چين له اړوندو تجربو څخه زده کړه وکړي.