د چين د فضانوردۍ ادارې د لرې فضا د اکتشافي دندې پلان خپور کړ
CMG2022/11/27 14:48:13
شريکول:

د چين د فضانوردۍ ادارې په دې وروستيو ورځو کې د لرې فضا د اکتشافي دندې پلان خپور کړ. د سپوږمۍ د اکتشاف پروژې په څلورم پړاو کارونو کې به په سپوږمۍ کې د علمي څيړنې سټېشن د بنسټيز شکل جوړونه بشپړه شي او وروسته به له مريخ څخه د خاورې اخيستلو او د نورو سياريو د اکتشاف چارې تر سره کړي. چين به د لا لرې فضا د اکتشاف لپاره هلې ځلې وکړي.

د نوموړې ادارې په قول د سپوږمۍ د اکتشاف په راتلونکو درېيو پړاوونو کې د چانګ عه د شپږم، اووم او اتم اکتشافي ماشينونو دندې شامل وي او د پلان له مخې به په دې جمله کې د چانګ عه شپږم اکتشافي ماشين شاو خوا ۲۰۲۵م کال کې وتوغول شي او د سپوږمۍ له شا خوا څخه به د خاورې اخيتسلو او بير ته د ځکمې کرې ته د راوړلو دنده تر سره کړي. د چانګ عه اووم اکتشافي ماشين به د سپوږمۍ جنوبي قطب ته ورسېږي او علمي څيړنه به تر سره کړي. د چانګ عه اتم اکتشافي ماشين به له اووم اکتشافي ماشين سره د سپوږمۍ د علمي څيړنې سټيشن بنسټيز شکل جوړ کړي.

يادې ادارې زياته کړه، چې چين به په راتلونکو لسو او پنځلسو کلونو کې له مريخ څخه د خاورې اخيستلو په شمول د سياريو اکتشاف تر سره کړي.