د روندا ولسمشر پاول کاګامي په تېر سپتمبر کې د چين ميډيا ګروپ له خبريال سره يوه ځانګړې مرکه وکړه.
پاول کاګامي په تېرو شلو کلونو کې شپږ ځله له چين څخه ليدنه کړې. نوموړي د چين په اړه د خپلو خاطرو د بیانولو پرمهال وويل، چين په زياتو برخو کې مخکښ دی او د دغه هېواد حکومت د خلکو ژوند ته په درنه سترګه ګوري او د بېلا بېلو برخو د پرمختګ په پار يې د بنسټیزو تاسيساتو، ښوونې او ټېکنالوژۍ په شمول برخو کې ډېرې پانګونې کړې.
ده ویلي: «زما په نظر، د يوه داسې هېواد اداره او د دغه هېواد د وضعيت د ثبات او پرمختګ خونديتوب يو اسانه کار نه دی، چې يو ميليارډ او څلور سوه ميليونه نفوس لري.»
نوموړي په مرکه کې له چين څخه مننه وکړه، چې دغه هېواد د روندا د روغتيا، ښوونې او نورو سيستمونو په ابادۍ کې يې ډېر مهم خدمتونه کړي دي.