وانګ يي د روسیې له نوي لوی سفير اګور مورګولوف سره وکتل
CMG2022/11/28 11:59:36
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو او د دولتي شورا غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي د نومبر په ۲۷ مه نېټه په دغه هېواد کې د روسيې له نوي لوی سفير اګور مورګولوف سره کتلي او په يو لړ مسئلو غږیدلي دي.

وانګ يې له مورګولوف سره په خبرو کې ويلي، که نړيوال وضعيت هر څنګه بدلېږي، چین او روسيه به د دوو لويو ګاونډيو په توګه خپلمنځي ستراتېژيک متقابل باور او واقعي همکارۍ پياوړې کوي، خپلمنځي هراړخيزې ستراتېژيکې همکاريزې اړيکې به ژوروي او نړيوال عدالت به ساتي.

نوموړي ويلي، چين او روسيه څو قطبي نړۍ ساتي او له يواړخيزې بادارۍ سره مخالفت کوي، د ملګرو ملتونو په محور نړيوال سيسټم او د نړيوال قانون تر چتر لاندې نړيوال نظام ساتي او د تسلط سياست نه مني.

اګور مورګولوف په خپلو خبرو کې د روسيې او چين اړيکې ډېرې ټينګې بللي او ويلي يې دي، چې د دواړو هېوادونو دوستي هره ننګونه شنډولی شي.

نوموړي ويلي، روسيه د چين له پرمختګ څخه ملاتړ کوي او غواړي له دغه هېواد سره يو ځای د دواړو هېوادونو د مشرانو په مشرۍ خپلمنځي دوه اړخيزو اړيکو ته وده ورکړي، خپلمنځي هراړخيزې همکارۍ ورسره پياوړې کړي او خپلمنځي هراړخيزې ستراتېژيکې همکاريزې اړيکې نوې سويې ته ورسوي.

مورګولوف زیاته کړې، چې روسيه به له چين سره په ګډه د يواړخیزې بادارۍ مخه ونيسي او د نړيوال قانون او د ملګرو ملتونو د منشور تر چتر لاندې به نړيوال نظام وساتي.