د عراق صدراعظم د ايران له سفير سره کتلي
CMG2022/11/28 10:02:28
شريکول:

د عراق د صدراعظمۍ ماڼۍ مطبوعاتي دفتر د نومبر په ۲۶مې نېټې يوې اعلاميې کې ويلي، چې لومړي وزیر محمد شيا السوداني په همدې ورځ په دغه هېواد کې د ايران له سفير محمد کاظم صادق سره کتلي او پر امنيتي همکاريو او ځينو نورو مسئلو ورسره غږېدلی دی.

اعلاميه وايي، چې کاظم صادق د عراق لومړي وزير ته د ايران د ولسمشر ابراهيم رئيسي بلنه سپارلې، چې دغه هېواد ته سفر وکړي.

کاظم صادق رسنيو ته ويلي، چې د عراق لومړی وزیر السوداني به راتلونکې اوونۍ ایران ته سفر وکړي او له ايراني چارواکو سره به د دواړو هېوادونو د خپلمنځي اړيکو، سوداګرۍ او پانګونې په اړه خبرې وکړي.

کاظم صادق ويلي، چې ايران او عراق بايد د امنيت په اړه غونډه جوړه کړي او د دواړو هيوادونو ملي حاکميت او د خلکو ګټې باید وساتي او د سيمې سولې او ثبات باید پياوړی کړي.

(مينه)