د چین برېښنایي بسونه په قطر کې د فوټبال نړیوال جام لپاره ډېر خدمتونه کړي
CMG2022/11/28 15:14:01
شريکول:

اوس په قطر کې د فوټبال نړیوال جام روان دی. د دوحې ښار په سړکونو کې ډېر برېښنایي بسونه چې له فوټبال سره د مینوالو په لېږد رالېږد لګیا دي، په چین کې تولید شوي او د دغه نړیوال جام لپاره يې ډېر خدمتونه کړي دي.

یوې چیني موټريزې تصدۍ په ۲۰۲۰م کال په قطر کې د فوټبال نړیوال جام لپاره دغه خدماتي پروژه کې د ګډون حق تر لاسه کړ. قطر له دغې چیني تصدۍ څخه ۱ زر او ۵ سوه بسونه وارد کړي او پکې ۸۸۸ برېښنایي بسونه شامل دي.

د دې چیني تصدۍ انجنیر وې ینګ پنګ له خپلو همکارانو سره په دوحه کې د دغو  بسونو د څارنې او ترمیم کارونه ترسره کوي. هغه د چین میډیا ګروپ له خبریال سره په مرکه کې وویل،

((څرنګه چې په قطر کې ګرمې هوا د بېټرۍ لپاره ننګونه ګڼل کېږي، هره ورځ موږ د ۸۸۸ برېښنایي بسونو د بیټري اندازې او لګښت نږدې څارو، په عین وخت کې د ایر کندیشنر، څراخ سیستمونه او امنیتي تجهیزات هم څارو څو زموږ  بسونه په عادي توګه کار وکړي.))

په قطر کې د نفتو او طبیعي ګازو ډېرې سرچینې شته، نو له چیني برېښنایي بسونو مخکې په دغه هېواد کې برېښنایي موټرونه نه لیدل کېدل. قطر د فوټبال د زرغون نړیوال جام د جوړېدو ژمنې د پوره کولو لپاره په دې وروستیو کلونو کې د نوې انرژۍ پرمختګ هڅولی او د عامه ترافیکو په برخه کې یې زرغونې لارې چارې  پرمخ بېولې دي. چین چې په دې وروستیو کلونو کې د نوې انرژۍ موټرونو په برخه کې وړتیاوې تر لاسه کړې، له قطر سره د همکارۍ امتیازي حق يې ګټلی دی. د چین تصدۍ د فوټبال د سږني نړیوال جام د برېښنایي موټرونو په برخه کې د قطر یوازینی همکار ګرځېدلی دی.

د قطر د دولتي ترافیکي چارو شرکت لومړي اجرائيه رئيس احمد اوبيدلي وویل،

((د قطر د ۲۰۳۰م کال د دولتي هیلې له مخې، زموږ موخه دا ده چې ټول کاروان د انرژۍ په سپمونکو يا د چاپېريال په ګټه بسونه بدل کړو. په تېرو څو میاشتو کې مو ځینې بسونه په برېښنایي بسونو بدل کړي دي.))

د چین موټريزې تصدۍ د قطر د هغو هوايي ځانګړتیاوو له مخې چې هوايي تودخې يې لوړې دي، او باد او شګې يې زیاتې دي، د بسونو د ایرکندیشنر او بیټري، نوښتيز ډیزاین کړی چې موټرونه يې اوږد سفر کولای شي او د شګو د مخنیوي تجهیزات يې هم جمع کړي دي.

پر برېښنایي بسونو سره بېره، چین له قطر سره نورې ژورې همکارۍ هم پیل کړې، لکه د چین تصدۍ د قطر د ازادې سوداګرۍ په سیمه کې د برېښنایي بسونو فابریکه جوړه کړې ده. د دې په بهر کې د دې چیني تصدۍ د بازار موندنې مرستیال منيجر پنګ شو وویل، ((د پلان له مخې، زموږ دغه فابریکه به په ۲۰۲۳م کال کې په تولید پيل وکړي او هر کال به قطر ته ۵۰۰—۱۰۰۰ د نوې انرژۍ بسونه برابر کړي. موږ به په عین وخت کې د قطر له پوهنځیو او پوهنتونونو سره همکارۍ وکړو او د نوې انرژۍ په برخه کې د قطر لپاره به مسلکي کسان وروزل شي.))

قطر د فوټبال د دغې دورې نړیوال جام په کوربتوب سره په خپل هېواد کې د نوې انرژۍ د پرمختګ لپاره نوی حیاتي ځواک برابر کړی دی. له چین څخه وارد شوي ۸۸۸ برېښنایي بسونه به د قطر په ترافیکي سیستم کې مهمه برخه وګرځي او خدمتونه به ترسره کړي. چیني عوامل د قطر د فوټبال نړیوال جام د سپورتي ډګرونو پر وړاندې ځلانده کوي او له دې څخه ښکاري، چې د چین تولیدات د نړیوالې ټولنې لخوا منل شوي دي.