د وينزويلا حکومتي پلاوی د نومبر په ۲۶مه د مکسيکو په پلازمينې مکسيکو ښار کې د مخالفو ډلو له پلاوي سره هوکړې ته رسیدلی او پړاويز تړون يې ورسره لاسليک کړی دی.
دواړو خواوو په ياد تړون کې د ټولنيز ضمانت په پار د خلکو د عامې روغتيا د ساتنې سيسټم او د بريښنايي سيسټم د ثبات پياوړتیا، د خوراکي توکو د ضمانت پلانونو د پراخولو او ښوونيزو بنسټيزو تاسيساتو ته د پاملرنې په شمول يو لړ تدبيرونه وړاندې کړي دي.
دواړو خواوو هوکړه کړې، چې د ياد تړون د څار ځانګړې کمېټه به جوړوي او دغه کمېټه به خپلې چارې د ملګرو ملتونو او د ناروې حکومت تر همغږۍ او نظارت لاندې ترسره کوي او د لويديځو هېوادونو له لوري د کنګل شويو شتمنيو د خلاصون په پار به هلې ځلې کوي.