په بېجينګ کې د ”اسيا د بشري حقونو فورم ـــــــ چاپېريال، اقليمي بدلون او بشري حقوق“ نړيوال سمينار ترسره شو
CMG2022/11/28 12:00:59
شريکول:

د چين په پلازمېنې بېجينګ کې ”د اسيا د بشري حقونو فورم ـــــــ چاپيريال، اقليمي بدلون او بشري حقوق“ دوه ورځنی نړيوال سمينار د نومبر په ۲۷ مه نېټه پای ته ورسېد.

دغه سمينار د چين د خلکو پوهنتون په کوربتوب جوړ شوی و او دوه ورځې يې دوام درلود.

په دغه سمينار کې د اسيا د څه باندې ۲۰ هېوادونو او سيمو کارپوهانو ګډون کړی و او د اسيايي هېوادونو د چاپېريال او بشري حقونو د ساتلو په برخه کې يې پر تېرو لس کلنو تجربو او لاسته راوړنو بحثونه کړي دي.

 د سمينار ګډونوالو اقليمي بدلون د انسانانو پر وړاندې د ۲۱ مې پېړۍ لويه ننګونه بللې او ويلي يې دي، چې اقليمي بدلون نړيوال چاپېريال له سختو ستونزو سره مخ کړی دی.

دوی د حقونو په اساس د چاپېريال اداري طريقې د بشري حثيت او مساوات د ساتلو لپاره ډېرې مهمې بللې دي.