شي جين پينګ د مغولستان له ولسمشر اوخناګين خوريلسوح سره وکتل
CMG2022/11/28 21:11:41
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په ۲۸مه نېټه د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې د مغولستان له ولسمشر اوخناګين خوريلسوح سره وکتل.

شي جين پينګ په کتنه کې وويل، چين او مغولستان يو د بل مهم ګاونډيان دي او دواړو هېوادونو ترمنځ دايمي ښه ګاونډيتوب او همکارۍ د دواړو هېوادونو د خلکو له اصلي ګتو سره سمون لري. چين غواړي له مغولستان سره د دواړو هېوادونو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ پر اساس د خپلمنځي هراړخيزو ستراتيژيکو اړيکو د پرمختګ لپاره ګډې هڅې وکړي او د دواړو هېوادونو خلکو ته ګټې ورسوي.

ښاغلي شي جين پينګ په دې کتنه کې اوخناګين خوريلسوح ته د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرېس په اړه معلومات ورکړل او نوموړي ته يې د چيني ډوله عصري کېدو ځانګړتياوې وروپېژندلې او و يې وويل، چين او مغولستان کولی شي، چې د ملي سمسورتيا او د هېواد د عصري کېدو په لاره کې لاسونه يو کړي، د ګډ پرمختګ او برخليک ښه بېګله جوړه کړي او د نوي ډول نړيوالو اړيکو او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره خدمتونه وکړي.

دواړو خواوو (( د نوې زمانې د هراړخيزو ستراتيژيکو اړيکو د ټينګښت لپاره د چين او مغولستان ګډه اعلاميه )) خپره کړه او د اقتصاد، سوداګرۍ، پانګونې، ګمراکي چارو او د ځمکو د صحرا کېدو د مخنيوي په برخو کې يې د همکاريو سندونه لاسليک کړل.

شي جين پينګ د مغولستان له ولسمشر اوخناګين خوريلسوح سره د کتنې له پيل مخکې د نوموړي د ښه راغلاست مراسم تر سره کړل.

شي جين پينګ له يادې کتنې وروسته له خپلې مېرمنې پنګ لي يوان سره د اوخناګين خوريلسوح او د ده د مېرمنې لپاره مېلمستيا تر سره کړه.