پيسکوف: روسيه د نفتو او ګازو له محدود کوونکو هېوادونو سره سوداګري نه کوي
CMG2022/11/28 11:57:09
شريکول:

د روسيې د ولسمشر مطبوعاتي سکريتر پيسکوف د نومبر په ۲۷ مه نېټه په يوې ژوندۍ تلويزيوني خپرونې کې ويلي، که لوېديځ د روسيې د انرژۍ پر بيو محدود کړي، نو مسکو  به اړ شي، چې د خپلو ګټو د ساتلو په پار ځوابي اقدامات غوره کړي.

نوموړي ويلي، چې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين په څرګندو ټکو دا موضوع روښانه کړې او ويلي يې دي، چې هېواد یې د نفتو او ګازو پر بيو له محدود کوونکو هېوادونو سره سوداګري نه کوي او دغه دريځ يې نه دی بدل شوی.

د اوکراين ولسمشرۍ ماڼۍ د نومبر په ۲۶ مه نېټه پر خپلې ويبپاڼې خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د غلو دانو د خوندېتوب لومړۍ نړيواله سرمشريزه په همدې ورځ په کيف کې ترسره شوه او د دغه هېواد ولسمشر ولاديمير زلينسکي پکې د اوکراين غلودانو په نوم يو پروګرام اعلان کړی دی.

 زلينسکي ويلي، چې هېواد به يې د دغه پروګرام له لارې د راتلونکي پسرلي له پای ته رسېدو مخکې وچکالۍ او لوږې ځپلو هېوادونو ته لږ تر لږه ۶۰ بېړۍ غلې دانې وليږدوي او دا مرسته به يې له لوږې څخه شاوخوا ۵ ميليونه کسان وژغوري.

نوموړي زياته کړې، چې اوکراين د تور سمندر له لارې ۴۰ هېوادونو ته ۱۲ ميليونه ټنه کرنيز محصولات ليږدولي دي.