اوبیانګ د استوايي ګينا د ولسمشرۍ ټاکنې بیا وګټلې
CMG2022/11/28 16:03:21
شريکول:

د استوايي ګينا د ټاکنو دولتي کميسون د نومبر د ۲۶مې نېټې په شپه د ولسمشريزو ټاکنو د رايو پايلې خپرې کړي، چې له مخې یې د دغه هېواد اوسني ولسمشر تيودور اوبیانګ انګويما يو ځل بیا ټاکنې ګټلې دي.

اوبیانګ انګويما په ولسمشريزو ټاکنو کې ۹۴ اعشاريه ۹ سلنه رايې ترلاسه کړي او د ۷ کالونو لپاره به د استوايي ګينا ولسمشري وکړي.
 د استوايي ګينا ولسمشريزو ټاکنو ته درې کسان نوماند وو، چې اوبیانګ پکې څه باندې ۴ لکه رایې خپلې کړي او نورو دوو نوماندانو ۹۷۰۰ او ۲۹۰۰ رايې ترلاسه کړي دي.

تيودور اوبیانګ انګويما په ۱۹۷۹ز کال کې د استوايي ګينا د عالي پوځي شورا د مشر او د دولت رئيس په توګه دنده پيل کړه. نوموړی په ۱۹۸۲ز کال کې د استوايي ګینا د ولسمشر په توګه وټاکل شو او وروسته يې د ۱۹۸۹، ۱۹۹۶، ۲۰۰۲، ۲۰۰۹ او ۲۰۱۶ کالو په ټولټاکنو کې سیالو نوماندانو ته پر له پسې ماتې ورکړې دي.