چين د شن جو ۱۵مې انسان وړونکې فضايي بيړۍ کې ۳ ستورمزلي فضا ته ليږدوي
CMG2022/11/28 10:36:58
شريکول:

د چين د انسان وړونکو فضايي چارو دفتر خبر ورکړی، چې د فضايي سټېشن د پړاويز لېږد عمومي قومندې مرکز پرېکړه کړې، چې درې ستورمزلي (فې جون لونګ، دنګ چينګ مينګ او جانګ لو) به د شن جو ۱۵مې انسان وړونکې فضايي بيړۍ کې فضا ته وليږدوي او فې جون لونګ به د دغه سفر لارښوونکې دنده پر غاړه  ولري.

د مالوماتو له مخې، یاد درې واړه ستوزمزلي به د چين د جيو چوان د سپوږمکيو توغولو په مرکز کې خبري رسنيو ته د خپل سفر په اړه مالومات له خبريالانو سره شريک کړي.