د ایران پارلمان د نومبر په ۲۷مې نېټه د رايو په غوڅ اکثريت په شانګهای همکارۍ سازمان کې د دغه هېواد د غړيتوب مسوده تصویب کړه.
د ايران د پارلمان د ملي امنيت او ډيپلوماتيکو تګلارو کمېټي وياند ابوالفضل عمویي له رايې اچونې وروسته رسنيو ته وويل، چې د ايران حکومت به اړوند سندونه منظور کړي او په شانګهای همکارۍ سازمان کې د دغه هېواد غړیتوب ته به لاره هواره شي.
د ايران د بهرنيو چارو وزير امیرعبداللهیان د روانې مياشتې د ۲۷مې نېټه په شپه پر ټولنيزو رسنيو ويلي، چې د شانګهای همکارۍ سازمان کې د غړيتوب مسودې ته د ايران د پارلمان د رايو پايله د سیمه يیز پرمختګ، د نړیوالو اقتصادي همکاریو د پراختیا او له اسیایي هیوادونو سره د اړیکو د پیاوړتیا په پار د دغه هېواد د ټينګ هوډ ښکارندويي کوي.
عبداللهيان څو اړخیزم د روانې پیړۍ واقعیت بللی دی.
د شانګهای همکارۍ سازمان ٢٢مه سرمشريزه د روان کال په سپټمبر کې د ازبکستان په سمرقند ښار کې ترسره شوه او په ترڅ کې يې غړو هېوادونو په ياد سازمان کې د ايران د شامليدو په پار يو ياداښت لاسليک کړی دی.