د بنګلادېش د کارناپهولي سيند تر اوبو لاندې د تونل جنوبي برخه بشپړه شوه
CMG2022/11/28 16:13:03
شريکول:

د بنګلادېش د کارناپهولي سيند تر اوبو لاندې د تونل پروژې چارې د چيني تصديو پر غاړه دي.

د دغې پروژې د جنوبي برخې د بشپړېدو مراسم د نومبر په ۲۶ نېټه ترسره شول.

د بنګلادېش صدراعظمې شيخ حسينا هم په يادو مراسمو کې ګډون کړی و او په خپلې وينا کې يې د چين په مرسته د دې پروژې بهير وستايه او د پروژې له ټولو جوړوونکو يې مننه کړې ده.