اقتصادپوهان: د امريکا اقتصاد هر وخت پرزېدلی شي
CMG2022/11/29 10:48:13
شريکول:

د امريکا د بانکي او اقتصادي چارو کارپوه هاريس د نومبر په ۲۸ مه نېټه له رسنيو سره د مرکې پر مهال ويلي، چې د امريکې اقتصادي شاخصونه کمزوري شوي او هر وخت د دې امکان شته، چې اقتصاد يې پياوړې ضربې وويني او وپرزيږي.

نوموړي ويلي، چې د امريکې اقتصادي شاخصونه کمزوري دي او ځيني يې په دې وروستيو مياشتو کې مخ په ځوړ روان شوي دي.

هاريس په تېرو ۱۲ مياشتو کې په امریکا کې د استخدام د زياتوالي تمايل هم کمزوری بللی او ويلي يې دي، که دغه تمايل پکې دوام ومومي، نو د ۲۰۲۳م کال تر دوبي پورې به يې استخدام منفي لوري ته وګرځي.

د ډانسکي بانک يو شمېر نورو اقتصادپوهانو هم ورته نظرونه څرګند کړي او پر دې باور دي، که په امريکې کې انفلاسيون يا د پيسو پړسوب  دوام ومومي، نو د دغه هېواد د زېرمو فیدرالي کمېټه به د پيسو تګلارې نورې هم کلکې کړي او همدا ښايي د دې سبب وګرځي، چې د امريکا اقتصاد د ۲۰۲۳م کال له دوهمې ربعې څخه کمزوری شي.