د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د بهرنیو چارو څانګې د اوسنۍ نړۍ څېړنیز مرکز په لومړي ځل چین ته د کتنې او د نړۍ د اورېدو ویډيويي فورم ترسره کړی دی.
د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د بهرنیو چارو څانګې مشر لیو جیان چاو ياد فورم ته په وينا کې ويلي، چې د چین کمونېست ګوند د انسانانو ټولو تمدني لاسته راوړنو ته ډېره پاملرنه کوي او زده کړې ترې کوي او غواړي د بېلا بېلو هېوادونو له سیاسي ګوندونو او سازمانونو سره په ګډه د عصري کېدو لار ولټوي او د انسانانو د ګډ برخلیک ټولنې جوړونه وهڅوي.
په یاد فورم کې د اسلاونیا پخواني ولسمشر دانیلو تورک، د مغولستان پخواني لومړي وزیر امرزلګل، د مصر پخواني لومړي وزیر عسام شرف په شمول د څه باندې لسو هېوادونو پخوانیو مشرانو او کارپوهانو ګډون کړی و.
(هیله)