د چين پرمختيایي تجربه د هر هېواد لپاره د زده ‌کړې وړ ده
CMG2022/11/29 15:05:02
شريکول:

اووه کاله دمخه پاکستانۍ پېغله مينګ جو د زده ‌کړې په موخه د بېجينګ د چينګ هوا پوهنتون ته لاره ومونده او د چين د ډيپلوماتيکو تګلارو په برخه کې یې د ماسترۍ درجې تر لاسه کولو وروسته په بېجينګ کې کاري ژوند پیل کړ. اوس هغه د نړيوال کېدو فکري ارګان د يوې څېړونکې په توګه دنده پر غاړه لري او هيله لري چې د يو کمربند او يوې لارې د باکيفيته او ګډې ابادۍ په بهير کې د ګډون او د ګډ پرمختګ د موندلو لپاره لا زياتو وګړو ته لارښوونه وکړي.

د ماشومتوب له مودې څخه مينګ جو د پلار تر اغېزې لاندې له چين سره ډېره مينه پيدا کړې چې پلار يې د تېرې پېړۍ په اته او نهه لسيزه کې د پاکستان په نړيوال هوايي شرکت کې کار  کاوه او تل يې د دواړو هېوادونو ترمنځ تګ راتګ کړی و. هر کله به چې پلار يې پاکستان ته ستنېده، په بېجينګ کې اخيستل شوي ډول ډول لاسي توکي يې هغې ته وړل چې په پایله کې یې ټوله کوټه له چينايي توليداتو ډکه شوې وه. هغه او د کورنۍ غړي يې د چين له تاريخ او کلتور سره ډېره علاقه لري. هغې وويل چې ډېر پاکستانيان د چين له خطاطۍ، انځورونو او  ورېښمو سره ډېره علاقه لري. زما په کور کې په چين کې اخيستل شوي ډېر هنري توکي شته او له پلار څخه مې د چين د تاريخي اثارو او د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د دوستۍ په هکله ډېرې کيسې هم اورېدلې دي. زما کورنۍ د چين له کلتوري اړخونو سره نژدې اړيکې لري، نو چين تل تر تله زما ډېر خوښېږي او د کورنۍ غړي مې هم د چين له تاريخ او هنر سره ډېره مينه لري.

پاکستانۍ پېغله مينګ جو چې په ۲۰۱۵م کال کې چين ته تللې، اووه کاله کېږي چې نوموړې تراوسه په بېجينګ کې مېشته ده. اووه کاله دمخه بېجينګ د هغې په سترګو کې له خوځنده ځواک څخه ډک يو ښار و او اوس خوځنده او چټک ځواک يې لا پياوړی شوی دی. هغې وويل چې کله چې بېجينګ ته ورسېدم، دلته خوځنده ځواک مې احساس کړ. په تېرو څو کلونو کې د دې ښار دا ډول ځواک لا پياوړی شوی دی. دا زما له اټکل څخه وتلې ده چې بېجينګ نه يوازې عصري  او پرمختللی دی بلکې اوږد تاريخ لري. په ورته وخت کې چينايان هم مېلمه ‌پال او پر ځانونو باورمن خلک دي.

اوس مينګ جو د چين د ډيپلوماتيکو تګلارو پر څېړنې بوخته ده او د يوې څېړونکې په توګه يې هغه حالت ليدلی چې د يو کمربند او يوې لارې په اړه څو همکاريزو پروژو د اړوندو هېوادونو د پرمختګ لپاره مهم رول لوبولی او ستر خدمتونه يې کړي دي. هغې زياته کړې چې زما په اند د څو اړخيزم په برخه کې د چين نظرونه او د يو کمربند او يوې لارې وړانديز تاريخي اهميت لري او د واقعي مسئلو د حل و فصل لپاره یې مهم وړانديز بولم.  تېر لس کلن پرمختګ ته په کتو سره چين له نورو هېوادونو سره د خپلو پرمختيايي تجربو د شريکولو توان لري او نور هېوادونه هم هيله لري چې له چين سره د تجربو زده کړه وکړي. زما په اند دا د نړيوالې ټولنې لپاره د چين ستر خدمت دی.

نوموړې څو ځلې د ګوادر بندر په شمول د چين او پاکستان د اقتصادي دهليز له پروژو څخه ليدنه وکړه او د دې دهليز د باکيفيته پرمختګ د پرمخ بېولو عيني شاهده هم ګرځېدلې ده. هغې همدارنګه ويلي کله چې د پاکستان او چين اقتصادي دهليز په اړه وړانديز مطرح شو، اړوند خبر په پاکستان کې د پاملرنې وړ و. د چين ځانګړې اقتصادي سيمه د نورو هېوادونو نمونه ده، نو هم مو د ګوادر بندر په هکله نقشه ټاکلې او اوس مو پکې مثبت پرمختګ موندلی دی.

پر څېړنيزو کارونو سربېره مينګ جو هم وغوښتل چې د چين د پرمختيايي تجربو په باب لازیات معلومات تر لاسه کړي، نو هغې د نړيوالو ځوانو مشرانو په ډيالوګ کې چې د نړيوال کېدو د فکري ارګان او د اوسني چين او نړۍ د څېړنيز انستيټيوټ له خوا جوړ شوی، او چين ته د نړيوالو ځوانانو په سفر کې یې ګډون وکړ او د چين له ډېرو ښارونو او کليوالو سيمو څخه يې ليدنې وکړې او د کليوالو سيمو د شتمنېدو په باب معلومات يې تر لاسه کړل. هغې په دې اړه وويل چې له تېر کال راپدې خوا مو چين ته د نړيوالو ځوانانو د سفر له لارې د چين ډېرو کليوالو سيمو ته تګ کړی او د چاپېريال د ښه والي په باب مو ډېر معلومات هم تر لاسه کړل. که غواړئ چې په چين کې د بېوزلۍ د له منځه وړلو په اړه تجربې راغونډې کړئ، نو خامخا یې کليوالو سيمو ته لاړ شئ. سربېره پردې زما په اند د نورو پرمختللو او پرمختيايي هېوادونو په پرتله چين ځانګړی بلل کېږي او تجربې يې د هر هېواد لپاره د زده‌ کړې وړ دي.