شي جين پينګ د چين او روسيې ترمنځ د انرژۍ د سوداګريزو چارو څلورم فورم ته د مبارکۍ پيغام ولېږه
CMG2022/11/29 17:50:26
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په ۲۹مه نېټه د چين او روسيې ترمنځ د انرژۍ د سوداګريزو چارو څلورم فورم ته د مبارکۍ پيغام واستاوه.

شي جين پينګ په خپل پیغام کې ویلي، د چين او روسيې ترمنځ د انرژۍ همکاري د دواړو هېوادونو د همکاريو مهم بنسټ او د انرژۍ د نړيوال خونديتوب د ساتلو لپاره مثبت ځواک دی. چين غواړي له روسيې سره د انرژۍ د همکاريزو اړيکو د لا ټينګښت، د انرژۍ په برخه کې د زرغون پرمختګ، د انرژۍ د نړيوال خونديتوب، د صنعت او عرضې ځنځير د ثبات او د انرژۍ د نړيوال بازار د سالم او دواملرونکي پرمختګ لپاره هڅې وکړي.

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين هم په همدې ورځ نوموړي فورم ته د مبارکۍ پيغام استولی دی.