روسیې یوه نظامي سپوږمکۍ فضا ته په بریالیتوب وتوغوله
CMG2022/11/29 16:37:17
شريکول:

د روسیې فضايي ځواکونو د نومبر په ۲۸مه د روسیې په شمال لوېدیځ د راکټ توغولو يو ډګر کې دSoyuz-2.1bپه نوم د بار وړونکي  توغندي په مټ یوه نظامي سپوږمکۍ فضا ته په بریالیتوب توغولې ده.

اعلاميه وايي، چې دغه سپوږمکۍ د پلان له مخې ټاکلي  مدار ته ننوتلې ده.

د روسیې دفاع وزارت په اعلاميې کې د يادې سپوږمکۍ د مشخصو دندو په اړه څه نه دي ويلي.