چيني ځواکونو د نان شا ټاپوګانو ته نږدې له سمندري سيمې امريکايي جنګي بېړۍ شړلې
CMG2022/11/29 16:08:27
شريکول:

د چين د ځواکونو د جنوبي جنګي سيمې وياند تيان جون لي د نومبر په ۲۹مه نېټه وويل، چې سمندري ځواکونو يې په همدې ورځ د امريکا يوه جنګي بېړۍ(کروزر) د نان شا ټاپوګانو ته نږدې له سمندري سیمې شړلې ده.

تیان جون لي وويل، چې د امريکا ياده بېړۍ د چين د حکومت له اجازې پرته د نان شا ټاپوګانو شاو خوا سمندري سيمې ته ننوتلې وه. د نوموړي په وينا، د چين د ملي ازادۍ بښونکي پوځ د امريکا يادې جنګي بېړۍ ته لومړی خبرداری ورکړی او وروسته يې له سیمې شړلې ده.

تيان جون لي د امريکايي ځواکونو دغه کړنه د چين پر ملي حاکميت او امنيت سخت تيری بللی او ويلي يې دي، چې د امريکايي ځواکونو دغسې کړنې د دې ښکارندويي کوي، چې امريکا د جنوبي سمندرګي امنيت ته خطر جوړوي.

نوموړي زياته کړه، چين د جنوبي سمندرګي پر ټاپوګانو او شاو خوا سمندري سيمې ملي حاکميت لري او ځواکونه يې د ملي حاکميت د خونديتوب او د جنوبي سمندرګي د سولې او ثبات پر ساتلو ټينګار لري.